د چین د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ۹مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۴م کال کې د چين د اوسېدونکو د مصرفولو بيې (CPI) د ۲۰۲۳م کال په پرتله صفر اعشاريه دوه سلنه زياتوالی ښودلی دی.
د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر شمېرنې ته په کتو، په دې مياشت کې د چین CPI د همدې کال له نومبر سره برابر دی او د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په پرتله يې صفر اعشاريه يو سنله زياتوالی ښودلی. د خوراکي توکو او انرژۍ له بيو پرته عمده CPI د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په پرتله صفر اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی او د ۲۰۲۴م کال د نومبر په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښودلی دی.