د پاکستان او اسلامي همکاریو سازمان ځانګړو استازو په اسلاماباد کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارقعلي بخیت سره لیدلي دي. هغه ویلي چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان په اړه د وروستیو پرمختګونو او په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي. له دې وړاندې نوموړي د یوناما له مشرې سره هم لیدلي و. د سرپرست حکومت چارواکو د پاکستان په بلنه په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون ونه کړ. دا غونډه په اسلامي هیوادونو کې د نجونو او د ښځو د حقونو او تعلیمي ننګونو د څیړلو لپاره جوړه شوې وه.