کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې د “نیکي” په نوم د دې هېواد ۲۱مه بشري مرستندویه جوپه هرات ته رسېدلې ده. د یاد سفارت په وینا؛ په دې جوپه کې ۷۲۴ ټنه بشري مرستې ځای پرځای شوې، چې درمل، خوراکي توکي او نور اړین وسایل پکې شامل دي. دغه مرستې د افغان سرې میاشتې ټولنې د رییس په ګډون یوې غونډه کې افغان لوري ته سپارل شوې دي.