د اروزګان ځایي مسوولین وایي، چې د چنارتو ولسوالۍ د اغاجان بند د تخنیکي او تفصیلي ډیزاین چارې رسماً پیل شوې. دغه بند به ۵۰ متره لوړوالی او د ۷۰ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري، چې ۹ زره هکتاره ځمکه پرې خړوبېږي. دغه راز د بند د جوړېدو بهیر کې به ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.