له برېتانيا سره د اقتصاد او ماليې ډيالوګ کې د چين مسؤل چارواکي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ او د برېتانيا د ماليې وزيرې رېچل ريفس د جنورۍ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د دواړو هېوادونو د اقتصاد او ماليې د ۱۱م ډيالوګ ګډه مشري وکړه.
د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ ويلي، هېواد يې نيت لري چې له برېتانيا سره د مشرانو اجماع په ګډه پلې کړي، د يو بل ستراتيژيک همکار په توګه خپلمنځي تماسونه او ډيالوګونه زيات کړي، د اقتصاد او ماليې اړوندې همکارۍ لا پسې پياوړې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو ثابت پرمختګ ته خوځنده خواک برابر کړي.
د برېتانيا د ماليې وزيرې رېچل ريفس څرګنده کړه، هېواد يې هيله لري چې له چين سره د اقتصاد او ماليې واقعي همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو دواملرونکې، دايمي او د متقابل درناوي سياسي اړيکې ټينګې کړي.