د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د دې تړون پر اساس د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکې مکرمې او مدیني منورې ښارونو کې د عمارو، مشاعرو، خوړو او ټرانسپورټ ټول اړین خدمات وړاندې کوي. دغه تړون د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو د عمومي رییس محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شو.