د سویلي کوریا پلټونکو ویلي، چې د هغه هېواد استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یول، نیول شوی دی. د سویلي کوریا ولسمشر د ډسمبر په دریېمه نېټه د پوځي حکومت د اعلانولو له امله د خلکو له بغاوت سره مخامخ شو. دا د سویلي کوریا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر مخکې له دې چې د هغه کاري دوره بشپړه شي نیول کیږي. یون سوک یول په یوه وینا کې د چهارشنبې په ورځ له هغې وړاندې چې د پولیسو زر کسیزه ځواک د هغه د نیولو لپاره د هغه استوګنځي ته ورشي وویل چې هغه پلټونکې ډلې ته ځان تسلیم کړی دی. یون ویلي چې دغه کار یې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کړی دی. په تیرو اونیو کې، د سویلي کوریا پلټونکې ډلې هڅه کوله چې استیصاح شوی ولسمشر ونیسي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکي ځواک له خوا یې مخنیوی کېده.