د هلنمد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه چکډېمونه په نوزاد ولسوالۍ کې د ډنمارک موسسې په مالي ملاتړ جوړشوي دي. د یادو چکډېمونو د جوړېدو چارې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې ورسره د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو شبکو په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.