د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په افغانستان کې پانګونو ته د بلنې په پروګرام کې وویل، چې سرپرست حکومت، هېواد ته د راستنېدونکو او راتلونکو صنعتکارانو او سوداګرو ته ځانګړي امتیازات په پام کې نیولي دي. هغه زیاته کړه چې سرپرست حکومت په هېواد کې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، له خصوصي سکټوره د ملاتړ، د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاوو په موخه اغېزناک اقدامات کړي دي. په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په هېواد کې د پانګونې فرصتونو ته په پام سره له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د خپلو اړتیاوو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. عزیزي زیاتوي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د وېش چارې پیل شي.