د پاکستان يوې محکمې نن د ۱۹۰ میلیونه پونډو د فساد قضیې اړوند د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان پر ۱۴ کاله بند او د هغه مېرمن بشرا بي بي په اوه کاله بند سزا محکومه کړه. دغه پرېکړه د ناصر جاوېد رانا په نامه د یوه قاضي لهخوا د اډیاله زندان دننه واورول شوه. د راپور له مخې، عمران خان د دغې پرېکړې د اورېدو لپاره د یاد زندان یوې بلې برخې ته لېږدول شوی و او د هغه مېرمن بشرا بي بي هم په دغه ځای کې حاضره وه. د محکمې د پرېکړې له مخې عمران خان د ۱۴ کاله بند تر څنګ باید یو میلیون پاکستاني روپۍ جریمه هم باید پرې کړي. په ورته کې د هغه مېرمن بشری بي بي د اوو کلونو بند تر څنګ باید پنځه لکه پاکستاني کلدارې جریمې پر ورکړې محکومه شوې ده.