د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي، عصمتالله ایرګاشف په تاشکند کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره کتلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاریو د راتلونکي په اړه یې خبرې کړې دي. د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړه لوري د سیمې د امنیتي مسایلو، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت، په اړه غږیدلي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې د افغانستان د ټرانسپورټ او اړیکو پروژو، په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان وسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.