د چین حکومت د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۴م کال د ملي اقتصاد عملیاتي ارقام خپاره کړل. د لومړنۍ شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د چین د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت ۱۳۴ ټريليونه ۹۰۸ ميليارده او ۴۰۰ ميليونو یوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي. بهرنیو رسنیو په جلا جلا توګه راپورونه ورکړي چې دا شمېرې له تمې څخه ډېرې لوړې دي.
د چين د ژنمين پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد وانګ شياو سونګ وويل چې د بهرني فشار او داخلي ستونزو د زياتېدو له پېچليو او سختو حالاتو سره سره چين لا هم د کلنۍ اقتصادي ودې هدف تر لاسه کړی دی. دا کار د ستاینې وړ دی او د تېر کال په اوږدو کې د چین د علمي، ځواکمن او مؤثره عمومي کنټرول تګلارې له امله دي، نو د چین اقتصاد څنګه ثبات ساتلی او څنګه يې پرمختګ موندلی دی؟
چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه له خطرونو او ننګونو سره د مقابلې له لارې ثابت پرمختګ موندلی شي. د بهرنیو عواملو له نظره، له تېر کال راهیسې، د نړۍ د اقتصادي ودې سرعت کمزوری شوی، جیو پولیټیکل شخړې زیاتې شوې او د سوداګرۍ ساتنې شدت موندلی کوم چې نړیوالې سوداګرۍ ته لویه ناڅرګندتیا راوړي. خو چين له نورو هېوادونو سره د دوستانه همکارۍ د ساتلو او له بهرنيو خطرونو سره د مقابلې لپاره پر خپل پياوړي صنعتي او د اکمالاتي ځنځير او د ورخلاصون پر اغېزمنو تګلارو باندې تکيه کوي چې دا نه يوازې د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې له نړۍ سره د چين د ستر بازار شريکولو ته هم دوام ورکوي.
د کورنیو عواملو له نظره، د چين اقتصاد هم له يو شمېر نويو حالاتو او نویو ستونزو سره مخامخ شوی و. د بېلګې په توګه، د تېر کال په دوهمه او درېيمه ربعه کې د اقتصادي عملیاتي فشارونو د زياتېدو له امله، چين په پرېکنده توګه یو لړ تګلارې پلې کړې چې په نتيجه کې يې په څلورمه ربع کې د پام وړ اقتصادي پرمختګ رامنځته شوی چې د تېر کال د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پرېکړه کوونکي خدمتونه یې کړي دي.
د نوموړو “باثباته” تګلارو د پلي کېدو له امله، په ۲۰۲۴م کال کې د چین اقتصادي وده د یو متوسط هېواد له کلني اقتصادي حجم سره مساوي ده او چین لاهم د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ترټولو لوی خوځنده ځواک دی. دا په نړۍ کې ډېر ارزښتناک دی. اوس مهال بهرنۍ رسنۍ د ۲۰۲۵م کال په پيل کې د چين اقتصادي وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي، دوی په دې باور دي چې د چين د زياتو سيمو ادارو خوشبينه اقتصادي موخې ټاکلې چې په ۲۰۲۵م کال کې به چيني او نړيوال اقتصاد ته ښه خبرونه ورسوي.
د “ثبات” پر بنسټ، د چین اقتصاد هم پرمختګ موندلی دی. د بېلګې په توګه، تېر کال د چین د لوړې ټېکنالوژۍ په توليدي چارو کې د پانګونې د زياتوالي انډول د ثابتې شتمنۍ د پانګونې په پرتله ۴ اعشاريه ۸ سلنه لوړ شوی او د خامو موادو په صنعتي چارو کې د کلیدي پروسو د ډيجيټلي کنټرول کچه له ۷۵ سلنې څخه زیاته ده. په حقیقت کې، د چین د اقتصاد “ثبات” د نړۍ ثبات ته وده ورکوي او د چین د اقتصاد “پرمختګ” د نړۍ پرمختګ هم هڅوي.