د چين مېډيا ګروپ په کوربه توب د پسرلني اختر د ماښامنۍ نندارې د مقدمې په نوم فعاليت د امريکا پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په نيويارک کې تر سره شو. د نوموړې رسنۍ مشر شن های شيونګ، په امريکا کې د چين سفير شيې فنګ، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ، له چين سره د امريکا د اړيکو کمېټې مشر سټيف اورلينس په دغه فعاليت کې ګډون او ويناوې وکړې.
د ملګرو ملتونو يونيسکو سازمان کلتوري مرستيال ايرنيستو اوتوني په يوه ويډيويي وينا کې د بشر د غير مادي کلتوري ميراثونو د نمونو په نوملړ کې د چين د پسرلني اختر د شاملېدو په پار چينايانو ته مبارکي وړاندې کړه.
يه نيويارک کې د زياتو هېوادونو د ډيپلوماتانو او د بېلا بېلو برخو د وګړو په شمول ۲۰۰ مېلمنو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.
شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين مېډيا ګروپ به د ۸۲ ژبو او پرمختللو ټېکنالوژيکو نوښتونو له لارې نړيوالو نندارچيانو ته د سږکال پسرلني اختر ښايسته ماښامنۍ ننداره وړاندې کړي.