د چين د انټرنيټي شبکې معلوماتي مرکز د جنورۍ په ۱۷مه نېټه (( د چين د انټرنيټي شبکې د پرمختګ د احصائيې راپور )) خپور کړ. دغه راپور ښيي، چې د ۲۰۲۴م کال تر ډسمبر پورې په دغه هېواد کې د انټرنيټي شبکې د عموميت انډول ۷۸ اعشاريه ۶ سلنې ته او د انټرنيټ کاروونکو شمېر يو ميليارد او ۱۰۸ ميليونو تنو ته رسېدلی دی.
په نوموړي راپور کې راغلي، چې ۲۰۲۴م کال له نړيوالې انټرنيټي شبکې سره د چين د پوره ظرفيت د نښلولو له ۳۰مې کليزې سره برابر و. چين له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې هغه اساسي انټرنيټي تاسيسات جوړ کړي دي، چې پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو لويه ده او ټېکنالوژي يې مخکښ ځای لري او هم د نړۍ لومړی لوی د پرچون خرڅلاو بازار یې اباد کړی دی. د ۲۰۲۴م کال تر نومبر پورې په چين کې د پنځه جي ۴ ميليونه او ۱۹۱ زره اساسي سټېشنونه جوړ شوي، چې دا رقم د وړم کال په پرتله ۸۱۵ زره زيات شوی دی.