د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې ۴سوه تنو ته چې اکثریت به یې ښځې وي د غالۍ اوبدلو تر څنګ د پروسیس یو مرکز هم جوړوي. یاد سازمان خبر ورکړی چې د دغه مرکز ودانیزې چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به تر بشپړیدو وروسته په کار پیل وکړي. دغه سازمان خبر ورکړی چې په دغه مرکز کې به د غالیو د پروسس برخه هم وي، چې غالۍ پلور ته چمتو شي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې دغه مرکز د سعودي عربستان په مالي مرسته جوړېږي چې د غالیو اوبدلو د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې به ځانګړی رول ولوبوي. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې د دغه مرکز جوړیدل به په سیمه کې د غالیو اوبدونکو په اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.