سره له دې چې د سیمې ټولو هېوادونو له افغان سولې سره د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده، خو بیا هم نړیوال تحلیلونه او د چارواکو څرګندونې دا په ډاګه کوي چې په سیمه کې یو شمېر هېوادونه د سولې له روان بهیر وېره لري. په دې ډله کې یو هم هند دی چې فکر کوي، پاکستان په افغانستان کې د نفوذ د پراختیا په هڅه کې دی او غواړي افغان خاوره د نوي ډيلي پر ضد وکاروي. تازه زلمي خلیلزاد پاکستان او هند ته سفرونه پيل کړي، څو دواړه هېوادونه قانع کړي چې له سولې سره مرسته وکړي، خو بیا هم د دواړو هېوادونو کشمکش پر افغان سولې سیوری غوړولی دی.
د شنبې په ورځ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شول. هلته د ګڼو هېوادونو استازو خپلې خبرې وکړې، هند هم په دې ډله کې هغه هېواد و چې د افغانستان د ستونزې اصلي جرړه یې په پاکستان کې وبلله. د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه غونډې ته په انلاین توګه د خبرو پر مهال وویل چې نړیوال باید د افغانستان د امنیت او سولې لپاره له دغه هېواده بهر د ترهګرو فعال مرکزونه له منځه یوسي او پر هغو هېوادونو فشار ډېر کړي چې د ترهګرو ملاتړي دي. د هند موخه مستقیم پاکستان و، چې ګواکي د ترهګرو ملاتړ کوي او هڅه کوي سیمه نا امنه کړي.
بلخوا د چارو شنونکي پر دې باور دي چې هند په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ له پراختیا وېره لري. د دوی په باور، هند پوهېږي چې پاکستان له طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او که د سولې بهیر بریالی کېږي، نو نه یوازې دا چې د هند په ګټه نه دی، بلکې د دې امکان شته چې افغان خاوره د نوي ډيلي پر ضد وکارول شي. د نړیوالو اړیکو کارپوه عمر شریفي وایي، پاکستان په افغانستان کې د نفوذ د پراختیا په لټه کې دی او دا هغه څه دي چې هند ترې اندېښنه لري.
د شریفي په خبره، زلمي خلیلزاد د هند د وېرې لرې کولو لپاره هڅې پيل کړي دي. د ده په خبره، خلیلزاد غواړي هند قانع کړي چې امریکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده او دغه بهیر د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو پورې هېڅ تړاو نه لري، بلکې په نورماله توګه به مخ ته ځي. د ده په وینا: ((د زلمي خلیلزاد سفر تر ډېره د دوحې د خبرو د جریان د همغږي لپاره دی، نوموړی هڅه کوي، هندوان باورمن او اندېښنې یې لیرې کړي او ورته ووايي چې د سولې بهیر داسې نه دی چې د امریکا له انتخاباتو وروسته به ورکې بدلون راشي، موږ دلته په افغانستان کې د پاکستان د پراختیا غوښتنې او په دې اړه د هند له اندېښنو سره مخ یو)).
له دې اندېښنو سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر کړی دی او ټاکل شوې ده چې نوموړی به په هند کې هم له هندي چارواکو سره د دوی پر اندېښنو خبرې وکړي. په پاکستان کې یې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د افغانستان د سولې له بهیر سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. د پاکستان د پوځ مشر هم ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د سولې د روان بهیر ملاتړي دي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
بلخوا پاکستاني رسنۍ بیا وايي، امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې له هند د مرستې خورا ډېره تمه لرله، خو اوس ترې ناهیلې ده. پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وایي: ((د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له اسلام آباد څخه نوي ډیلي ته ځي تر څو د افغان سولې لپاره د هند ملاتړ پیاوړی کړي)). د سرچینې په خبره، د افغان سولې په برخه کې تر دې دمه هندوستان هغسې مرسته نه ده کړې لکه څنګه یې چې امریکا تمه لري. له دې کشمکشونو سره هممهاله دا اندېښنه نوره هم ډېرېږي چې ښایي د سیمې د هېوادونو کشمکشونه پر افغان سوله خپل سیوری وغوړوي او د خنډونو سبب شي.