د بلخ او جوزجان ولایتونو د بدنې روزنې او سپورټ امریتونو مسوولین وایي چې په دواړو ولایتونو کې ۱۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې. د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت یو مسوول حمید ګل لېوال ویلي، چې په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې. نوموړي زیاته کړې چې د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت په کچه د پیاوړې لوبډلې په نښه کول او یادې لوبې ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي. ورته مهال د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ولایت په کچه د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې چې په کې پهلوان نجیب الله او پهلوان قیوم غوره چاپندازان پېژندل شوي دي.