د ګرينادا صدراعظم ديکون ميتچيل په دې وروستيو کې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړی ده. هغه د یوه بهرني هېواد د حکومت لومړنی مشر دی چې په ۲۰۲۵م کال کې يې چين ته سفر وکړ. نوموړي د چين او نړۍ لپاره د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د خدمتونو ستاينه وکړه.
د سږ کال د جنورۍ ۲۰مه نېټه د چين او ګرينادا تر منځ د سياسي اړيکو د بيا ټينګېدو له ۲۰مې کليزې سره برابره ده. ديکون ميتچيل هيله ښودلی چې د ګرينادا او چين تر منځ اړيکې به نوی پرمختګ ومومي.
نوموړي زياته کړه، د چين پرمختګ نړۍ ته ارزښناکې تجربې برابرې کړې او د نړيوالې ټولنې لپاره يوه نمونه ګرځيدلې ده.
هغه هيله لري چې له چين سره به د اقتصاد، سوداګری، کلتور او اقليمي بدلون په شمول بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي، د دواړو هېوادونو تر منځ د پرمختګ ستراتيژيکي همغږۍ به پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د عملي همکارۍ ګټورې پايلې تر لاسه کړي.