د ۲۰۲۵ کال د پيل په ورځو کې د امریکې د کلیفونیا ایالت په لوسانجلس سیمې کې سخته اور لګیدنه رامنځته شوې. دغه اور په غرنۍ او ځنګلي سیمه کې رامنځته شوی او مخ په سختېدو دی. د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې د دې اور له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي، لسګونه زره ودانۍ ویجاړې شوي، ۱۸۰ زره کسان نورو ځایونو ته تښتېدلي، اقتصادي زیانونه یې له ۱۵۰ میلیارډه امریکايي ډالرو څخه اوښتې دي.
کلیفونیا ایالت له اوږدې مودې راهیسې له وچکالۍ سره مخ دی، ځانګړې جیوګرافي او اقلیمي شرایط یې په ځنګلي او غرنۍ سیمه کې د وخت ناوخت اور لګېدنې د رامنځته کېدو لاملونه دي. خو دغه ځل د اور لګېدونې حالت ډېر سخت شوی، تر شا یې له طبیعت پرته نور لاملونه شته دي.
یوې مېرمن د کلفونیا ایالت له مشر ګاون نیوسوم څخه پوښتنه کړې چې ولې د دې لوړې ښوونځي تر څنګ د اور وژنې نل اوبه نه لري؟ ګاون نیوسوم دا هم ویلي چې ولسمشر بایډن ته یې ۵ ځله ټلیفونونه کړي خو ځواب یې نه دی ورکړی.
دغه مشر نیوسوم یوه موده مخکې په کلفونیا ایالت کې د اوبو سرچینو د اعادې کېدو سند رد کړی او له امله یې ځايي کرهینزو چارو او د اور وژنې د اړتیاوړ اوبو د کمښت حالت نور سخت شوی دی.
د یادولو وړ ده چې نیوسوم په ۲۰۱۹ کال کې د کلیفونیا ایالت مشر په توګه له لوړه کولو راهیسې د غرنۍ اور د هر ناورین لامل د اقلیمي بدلون بللی، خو د اور د وقایې او ور سره د مقابلې په برخو کې یې هېڅ اغېزناک تدبیرونه نه دي نیولي.
بله خوا، د لوسانجلس ښاروالې کارین باس د سږنۍ مالي کال لپاره د دې ښار د اور وژنې بودیجه ۱۷،۶ میلیونه ډالره کمه کړې او په نتیجه کې یې د اور وژنې سیسټم د بنسټيزو تاسیساتو د ساتلو او ترمیم لپاره کافي پیسې نه شته، نو د سخت اور پر وړاندې د اور وژنې ډلې د مقابلې توان هم ډېر کمزور دی.
د سخت اور د پراختیا په وخت کې، ښاروالې کارین باس له ګانا افریقايي هېواد څخه په لیدنه بوخته وه، د مشرې د نه شتون په حال کې له اور وژنې سره د مقابلې او له ناورین ځپلو وګړیو سره د ژغورنې او مرستې کارونه موثر نه وو، په دې سره د ځايي وګړیو غوصه هم بیا راپورته شوې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په کتو، هغه د ناروین ځپلو وګړیو سره د همدردۍ په خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې هغه لوی نیکه شو (great grandfather).هغه له ناورین ځپلو وګړیو سره د ده زیری شریک کړی، دغه وګړیو څه احساسات درلول؟
د امریکې ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سخت اور په اړه هم وینا وکړه او په خبرو کې یې له ناورین ځپلو وګړیو سره زیاتې همدردي نه لیدل شوې، یوازې د دې فرصت په کارولو سره یې پر بایډن بیا نیوکې کړې. خو دا مالومه ده چې ټرمپ همیشه د اقلیمي بدلون ضد مبارزې سره علاقه نه لري، د ده په مخکې ماموریت موده کې امریکا له پاریس تړون څخه وتلې.
د لوسانجلس ښار د یادې مېرمنې په پوښتنه کولو سره نه یوازې د امریکې حکومت د بېړنۍ نظام کمزورتیا، بلکې د ځايي حکومت پر اداري توان د وګړیو شکونه په ډاګه شوي دي. د ناسمو تګلارو، ګډوډې ادارې، تر ناورین مخکې اغېزمنه وړاندوینه د نه شتون او تر ناورین وروسته له ځپل شويو وګړیو سره د ژغورنې او مرستې کارونو د نیمګړتیاوو په شمول د یو لړ عواملو له امله، پر خپل حکومت د امریکایانو باور له څو کلونو راهیسې پر له پسې کم شوی.
په لوسانجلس ښار کې دغه سخت اور نه یوازې د طبيعت له امله، بلکې د کسانو د تېروتنو نتیجه هم ده.