د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمې نېټې د ماموريت دويمه دوره پيل کړه.
د چين دولت رئيس شي جين پینګ څو ورځې وړاندې له ډونالډ ټرمپ سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې هېواد به یې له امريکا سره د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي او زياته کړې يې ده، چې امريکا او چین په اوسنۍ نړۍ کې د دوو ډېرو مهمو هېوادونو په توګه بايد دايمي دوستي او نړیواله سوله وساتي. دواړه خواوې د راتلونکي پړاو د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي او نړيوالو يې په اړه مثبتې ارزونې کړې دي.
نړيوال په دې کليدي شېبه کې يادې ټليفوني خبرې مهمې بولي او هم د چین او امريکا د اړيکو نوي پيل ته ډېره پاملرنه کوي.
د برازيل د فورم په نوم مجلې په يوې ليکنې کې ويلي، چې د چين او امريکې د مشرانو ټليفوني خبرې د دواړو هېوادونو لپاره ډېر اهميت لري. ځينو نورو خبري رسنيو هم دا نظر ښودلی، چې دواړو خواوو يو له بل سره ښه ډيالوګ کړی او دا يې د نظريو د توپيرونو د موجوديت ترڅنګ، د چين او امريکا له خوا د ګډو نظريو ته د رسيدو او د نړيوالو اندېښنو د لرې کولو لپاره ګټور بللی دی.
حقيقت دا دی، چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوي حکومت له لوړې مخکې له چین سره د دوستانه تګ راتګ نښه ورکړې ده. ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم ويلي وو، چې چين او امريکا په ګډه د نړۍ ستونزې او مسئلې حلولی شي او تمه يې ښودلې وه، چې له رئيس شي جين پینګ سره وګوري. چين هم د نوموړي خبرو ته مثبت ځواب ویلی او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره يې د رئيس شي جين پینګ ځانګړی استازی ليږلی دی.
د چين د بهرنیو اړیکو پوهنتون پروفيسور لي های دونګ د چین میډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې ويلي، د چين او امريکې اوسنی تګ راتګ د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه هېوادونه په راتلونکي کې د دوه اړخيزو اړيکو د مثبت پرمختیایي لوري د ټاکلو نيت لري او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماموريت په نوې دورې کې د يادو اړيکو د ثابت پيل لپاره هڅې کوي.
ايا چين او امريکا يو د بل دښمنان او که همکاران دي؟
دا د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو د لوري بنسټیزه مسئله بلل کېږي. چين څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې غواړي د امريکا همکار او دوست وګرځي او هيله يې ښودلې، چې امريکا هم د چین پرمختيايي لارې او موخې ته په ښه نظر وګوري.
رئيس شي جین پینګ له ډونالډ ټرمپ سره په يادو ټليفوني خبرو کې په اشارې ويلي، چې هېواد یې له امريکا سره پراخې ګډې ګټې او ډېر همکاريز امکانات لري او کولی شي يو بل ته ګټې او سمسورتياوې ورسوي. نوموړي هيله ښودلې، چې د امريکا نوی حکومت له چین سره سم چلند وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ پيل کړي.
اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو خواوو پر ګډو ګټو پسې تړاو لري. که څه هم دواړه خواوې د نظريو توپيرونه لري، خو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوبونه د دغو اړيکو طبيعت بلل کېږي. د نړۍ د دوو مخکښو اقتصادونو په توګه د چين او امريکا سوداګريز ارزښت له ۶۶۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د دوه اړخیزو پانګونو اندازه يې له ۲۶۰ ميليارډو ډالرو څخه زیاته ده. د ۲۰۲۴م کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیز سوداګریز ارزښت د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه نهه زيات شوی او په چين کې د څه باندې اويا زرو امريکايي تصديو کلنۍ ګټې ۵۰ میلیارډه ډالره وې او چين ته د امریکا په صادراتو سره په دغه هېواد کې ۹۳۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي وو. د چین د سوداګرۍ د پرمخبيولو ټولنې او په امريکا کې د چين د سوداګرۍ عمومي ټولنې دوه راپورونه ښيي، چې امریکايي تصدۍ پر چینايي بازار باور لري او چينايي تصدۍ هم غواړي چې په امريکايي بازار کې فرصتونه ولټوي.
البته، چين او امريکا خپل بېل مشخصات لري، نو ځکه يې خپلمنځي توپيرونه هم موجود دي.
دغه توپيرونه څنګه حل کېدای شي؟
شنونکي وايي، دواړه هېوادونه بايد يو د بل کليدي ګټو ته درناوی وکړي او د متقابلو سرو کرښو په اړه باید معلومات ولري او د ستونزو د لرې کولو لپاره باید ښې لارې چارې ولټوي.
د نړيوال بانک پخواني اقتصادپوه موانګي واچيرا ويلي، نړۍ تمې لري چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو تمايل په راتلونکو څو کلونو کې دوام ولري او دوه اړخيزې همکارۍ یې د نړيوال ثبات سرچېنه وګرځي.