فراه کې د الغرافه موسسې له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ۱۰۸ کورونو او یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې. د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیرخیرالله خیرخواه د الغرافه موسسې د پروژو ستاینه کړې او د نورو ورته پروژو د پلې کولو ژمنه یې کړې ده. په ورته وخت کې د الغرافه موسسې استازي طوفان وویل، چې د ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ۱۰۸ کورونو او یوه جومات د جوړولو پروژه به په یو کال کې بشپړه شي. ورته مهال د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون په یادو مراسمو کې د الغرافه موسسې له مشر څخه د برېښنا، ښوونځیو، پاکو اوبو، او نورو بنسټیزو پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.