رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې بولو غرونو په یو مشهور هوټل کې د اورلګېدنې له کبله ۶۶ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان شوي دي. په راپور کې ویل شوي، چې د دغه هوټل میلمانه وېرېدلي و او ځينو یې ځانونه له کړکیو لاندې اچولي دي. د راپور په حواله، د اورلګېدنې پرمهال په هوټل کې ۲۳۸ کسان وو چې ډېری د نورو هېوادونو سیلانیان دي. د ژغورونکو له هڅو سربېره هم د دغې پېښې مرګژوبله ډېره وه. تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل لا څرګند شوی نه دی. ترکي چارواکو ویلي چې اور وژنې ۱۲ ساعته وخت نیولی او د پېښې په تړاو د هوټل د څښتن په ګډون څلور کسان نیول شوي دي. د یادولو وړ ده چې د ترکیې بولو ولایت د واورینو غرونو په لرلو د سیلانیانو لپاره د پام وړ ځای ګڼل کېږي.