د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چین د پاریس له تړونه د امریکا د وتلو اعلان اندېښمن کړی. اقليمي بدلون د ټولو انسانانو پر وړاندې يوه ګډه ننګونه ده. ده ویلي، هېڅ هېواد نشی کولی له دې څخه مستثنی او يا خوندي پاتې شي.
نوموړي زياته کړه، له اقليمي بدلون سره د مثبتې مقابلې په پار د چين هوډ او اقدامات هېڅکله نه بدلېږي. چين به له ټولو خواوو سره يو ځای د انسانانو د ګډ برخليک پر مفکورې ټينګار وکړي، له اقليمي بدلون سره به فعاله مقابله وکړي او د زرغون او ټيټ کاربن ايستنې نړيوالې اقتصادي چارې به په ګډه پرمخ بوزي.