د اسراییلو د کابینې د درېیو وزیرانو له استعفا وروسته د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز هرتزي هالوي اوغزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو مشر یارون فینکلمن له خپلو دندو استعفا کړې ده. د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د خپلې استعفا دلیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حما.س د برید پر وړاندې لویه ماته او د دې برید د مخنیوي په برخه کې د اسراییلو د پوځ ناکامي بللې ده. د دې دوو لوړپوړو نظامي چارواکو له استعفا وروسته، د نتانیاهو مخالفینو د هغه د استعفا غوښتنه هم کړې ده.