د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنیو روغتیايي پروګرامونو اجرايیوي مشر مایک رایان وایي، په افغانستان کې ۲۳.۷ مېلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ۱۷.۹ مېلیونه بیا دوامداره روغتیایي ملاتړ ته اړمن دي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې له څوو روغتیايي مرکزونو څخه د لیدنې پرمهال د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره کړې دي. هغه زیاته کړې، روغتیايي سیسټم ملاتړ ته اړتیا لري چې وکولی شي د خلکو اړتیاوې پوره کړي. د هغه په وینا، په افغانستان کې دمګړۍ ۱۷.۹ مېلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، ۹.۵ مېلیونه خلک بیا اساسي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. هغه وړاندې وایي، چې په افغانستان کې د ۷.۸ مېلیونه ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي او په دغه هېواد کې ۲.۱ مېلیونه خلک بیا لومړني روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی نه لري. نوموړي ټینکار کړی، چې د شته ننګونو سره، سره بیا هم په افغانستان کې د روغتیایي ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.