کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو په اذربایجان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون په جوړولو او د دواړو هېوادونو د صادراتي توکو د لېست په شریکولو هوکړه کړې ده. یاده کتنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو د پلې کولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو، اذربایجاني سوداګرو او پانګهوالو ته افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د شریکولو او د لاجورد لارې د فعاله ساتلو په اړه خبرې شوې دي.