د چين کمونېست ګود د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۵ کال په غونډه کې ګډون وکړ او پر څواړخيزم د ټينګار لرلو او د ټولشمولیت او ورخلاصون د هڅونې په عنوان يې يوه وينا کړې ده.
د چين مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د خپلې وينا په ترڅ کې څلور فقره ييز وړانديز کړی: لومړی، مختلف هېوادونه دې په ګډو ګټو او ټولشموليت سره د اقتصادي چارو جهانيتوب پرمخ بوزي، د کېک په څېر دې د نړيوالو اقتصادي چارو اندازه پراخه کړي او دا کېک دې په لا مناسبه توګه وويشي. دوهم، مختلف هېوادونه دې رښتينی څواړخيزم په ګډه وساتي او پلی يې کړي څو بېلا بېل هېوادونه د نړيوالو چارو له مساوي حقونو، فرصتونو او قواعدو څخه برخمن وي. درېيم، مختلف هېوادونه دې د نړيوال اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک په ګډه پيدا کړي، په ډيجتلي زمانه کې دې متقابل وصل پرمخ بوزي او د تخنيکي او علمي نوښتونو نړيوالې همکارۍ دې پياوړې کړي. څلورم، مختلف هېوادونه دې د اقليمي بدلون، د غلودانو امنيت او انرژۍ په شمول له سترو نړيوالو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي.