د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او مل پلاوي یې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې اغلې پوهار ویلي چې، اروپايي ټولنې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ مېلیونه یورو مرسته اعلان کړې، چې د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې به ولګول شي. د خبرپاڼې پر بنسټ نوموړې دغه راز د یادو مرستو د عادلانه وېش په برخه کې د سرپرست حکومت همکاري اړینه بللې ده. د اروپايي ټولنې شارژدافیرې زیاته کړې، چې اروپايي ټولنې او شریکو بنسټونو یې، د روغتیا، زدهکړو، خوراکي توکو او په نورو برخو کې د افغان کډوالو لپاره ۱۱۳ مېلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده. په په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې ده.