د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره ډېری ماشومان د تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ دي. یونیسف ویلی چې له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روغتونونو ته د درملو او نورو تجهیزاتو په لېږلو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې یونیسف او د نړۍ مسلمانانو لیګ په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ لپاره د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې وه . دغه هوکړه مور او ماشوم ته د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه کولو په موخه لاسلیک شوې وه. په افغانستان کې د بشري بحران، بېوزلۍ او بېکارۍ په زیاتېدو سره ګن شمېر ماشومان له پراخو ننګونو سره مخامخ شوي دي.