د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به له مکسیکو سره د امریکا د جنوبي سرحد د امنیت لپاره د پوځ ۱۵۰۰ فعال ځواکونه واستول شي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ د کډوالو د مخنیوي لپاره یو اجرايي فرمان خپور کړ. د پنټاګون دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې سرپرست دفاع وزیر رابرټ سیلسیس به د دغو ځواکونو استول لاسلیک کړي، خو معلومه نه ده چې د کومې قطعې ځواکونه به استول کېږي او شمېر به یې هم معلوم شي. داسې ښکاري چې دوی به د قانون پلي کوونکو ځواکونو دنده مخې ته وړي او دغه اقدام د پوځ سرتېري په یو نوي ډراماتیک رول کې داخلوي چې په دې وروستیو کې د امریکا په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د سرچینې د مالوماتو له مخې په سیمې کې د ملي ګارد او احتیاطي قطعې شاوخوا ۲۵۰۰ ځواکونه مېشت دي او دغه سرتېري به له هغوی سره یو ځای شي.