د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر، خیرالله خیرخواه په ټولنه کې د ذهنیت جوړونې په برخه کې د رسنیو فعالیتونه مهم ګڼي. هغه په کابل کې د ویندویانو او د رسنیو له مسوولینو سره په همغږۍ غونډه کې زیاته کړه، دغه بنسټ هڅې کوي چې، د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې هم حل کړي. په دغه پروګرام کې د کورنیو چارو وزارت ویاند د وزارتونو او دولتي ادارو د ویاندویانو په استازیتوب د ویاندانو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ له رامنځته کولو ډاډ ورکړ. بل لور ته د رسنیو یو شمېر مسوولینو، اطلاعاتو ته له لاسرسي د ستاینې ترڅنګ د وزارتونو او دولتي ادارو له ویاندویانو څخه وغوښتل چې کره او پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.