په کابل کې د ایران سفارت په نږدې راتلونکې کې کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفره خبر ورکړ. سره له دې چې، د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړ شوي؛ خو ویل کېږي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په رسمي بلنه کابل ته راشي. په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت دريم سياسي رییس په بېلابېلو برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ شته مشترکاتو ته په اشارې سره کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا په برخه کې يو رغنده ګام بللی. ذاکر جلالي زیاته کړې چې دغه سفر کولی شي د کابل او تهران اړیکې نوي پړاو ته دننه کړي. عراقچي لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.