په کابل کې د قطر سفارت چارسمبالي د ملي دفاع له سرپرست وزیر او د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال سره کتلي. د ملي دفاع سرپرست وزیر په دغه کتنه کې قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد بللی او له دغه هېواد سره یې د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی. د قطر سفارت شارژدافیر هم له افغانستان سره د مسافر وړونکو او سوداګریزو الوتنو د زیاتوالي په برخه کې د کار له بهیره خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.