د ناروې د کډوالو شورا رييس یان اېګلېنډ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له نورو هېوادونو غوښتي چې، په کابل کې خپلې سفارت خونې پرانیزي. ایګلنډ دغه راز وايي چې د سرپرست حکومت له مسوولینو سره په لیدنه کې د سرپناه، اوبو، روغتیا ساتنې، د معیشت د ملاتړ، د خوراکي توکو د خوندیتوب او دغه راز د هلکانو او نجونو د زدکړو په اړه هم خبرې وشوې. په ورته مهال اقتصاد وزارت په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا فعالیتونه ګټور بولي. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند څلور ځله سفرونه کړي او د دغو سفرونو موخه د هېوادوالو لپاره د مرستو زیاتول دي.