د افغانستان تخار ولايت د پوليسو وياند د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه يو چينایي تبعه د دغه ولايت دشت قلعه ته د تګ په لاره کې د يو نامعلوم اورپکي له خوا په ډزو وژل شوی دی.
اړونده پلټنه اوس روانه ده.
د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او سخته غندنه يې کړې ده.
د دې په خبره، چيني لوري تر پېښې سمدستي وروسته افغانستان ته خپل جدي احتجاج څرګند کړ او د جدي پلټنې او بريدګرو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه يې کړې ده.