د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، هېواد يې په افغانستان کې د خپل یوه تبعه د وژل کېدو له امله ډېر حيران شوی، دا پېښه په کلکه غندي او د دغه کس د مړينې په مناسبت تعزيت څرګندوي.
ماو نينګ وويل، هېواد يې له دې پېښې وروسته له افغان لوري سره د جدي خبرو غوښتنه کړې او ورڅخه يې غوښتي، چې د دې پېښې په اړه بشپړه پلټنه وکړي او مجرمينو ته سزا ورکړي.
ماو نينګ زياته کړه: مونږ له هر ډول تروريزم سره ټينګ مخالفت کوو او له اړوندو خواوو غواړو، چې د داعش او ختيځ ترکيستان اسلامي غورځنګ په ګډون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تور ليست کې پر شامل شوو ترهګرو ډلو سختې حملې وکړي او په هېڅ صورت دې دوی نه زغمي. چين به د افغانستان امنيتي وضعيت څارلو او له دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي، تر څو په دغه هېواد کې د هر ډول ترهګریزو فعاليتونو مخه ونيسي او امنيت او ټيکاو وساتي. نوموړې دغه راز ویلي چې چین د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د چيني اتباعو، ارګانونو او پروژو د خونديتوب د ساتلو لپاره جدي اقدامات غوره کړي.