د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د ایټاليا په پلازمېنه روم کې د دې سازمان په مقر کې د چين د پسرلني اختر نمانځغونډه تر سره کړه. د دغه سازمان پر کار کوونکو سربېره په ايټاليا کې د څو هېوادونو ديپلوماتانو او ايټاليايي چارواکو هم د یاد اختر په نمانځغونډه کې ګډون کړی و.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي مدير چو دونګ يوو ګډونوالو ته په وينا کې ويلي، مار د ځيرکتيا، خلاقیت او بدلون سمبول دی چې د دې سازمان د اصلاحاتو او د جوړښت د بدلون په پار د دې سازمان له اوسنۍ موخې سره سمون لري. د ده په خبره، د خوړو او کرنې سازمان ژمن دی چې د خوړو او کرنې په نړيوال سيستم کې بدلون راشي او ډاډ ترلاسه کړي چې دغه سازمان لا اغېزمن ، ټولشموله، انعطاف منونکی او دواملرونکی وي او څلورو غوره موخو ته لاس رسی غواړي چې غوره تولید، غوره تغذیه، د ژوند غوره چاپېریال او غوره ژوند دی .
هغه پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې په يووالي، تفاهم او همکارۍ د نړيوالې سولې او د غلودانو د خونديتوب د تضمين لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.