څو ورځې دمخه د امريکا سترې محکمې پر ټيکټاک د بنديز لګونې منظوري ورکړې، ټيکټاک اپليکېشن په امريکا کې بند شو، بيا بېرته فعال شو. په همدې مهال د امريکا نوي ولسمشر دونالد ټرمپ پر ټیکټاک د بنديز امر ځنډولی او ويلي يې دي، ټيکټاک دې د خپلو اسهامو نيمه برخه پر امريکايي تصديو يا حکومت وپلوري.
د چين سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په دې اړه ويلي، چين تل د تصديو د قانوني حقونو د ساتلو په هڅه کې دی او له هغو کړنو سره مخالفت کوي چې د بازاري اقتصاد د بنسټيزو اصولو پر ضد دي او د تصديو قانوني حقونه زيانمنوي. چين هيله لري چې امريکا د تصديو او خلکو اوازونو ته غوږ ونيسي، د چين په شمول د مختلفو هېوادونو تصديو ته د کار و بار برابر او عادلانه فضا برابره کړي او د چين او امريکا د سوداګريزې همکارۍ او د خلکو په ګټه لا زيات کارونه وکړي.