د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، دمشق ته په خپل لومړي رسمي سفر کې ویلي، چې ریاض غواړي د سوریې له نوې ادارې سره په دې هېواد د لګېدلو نړۍوالو بندیزونو په لرې کولو کې همکاري وکړي. فیصل بن فرحان، دغه څرګندونې پرون په پلازمېنه دمشق کې، د سوریې د لنډمهالې ادارې له مشر احمد الشرع سره د لیدو پر مهال کړې دي. احمد الشرع، چې د هیئت تحریر الشام ډلې مشري هم کوي، د خلیج هېوادونو د پانګونو په لټه کې دی، ترڅو د ۱۳ کلنې جګړې له امله د ویجاړې شوې سوریې په بیارغونه کې مرسته وکړي. فیصل بن فرحان د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال وویل، چې سعودي عربستان د سوریې تر څنګ ولاړ دی او د ټولو بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کوي.