د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو ۶۶ تنه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان شوي وو خوشې او پرون بېرته خپل هېواد ته راستانه شول. کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له درېیو ورځو تر یوې میاشتې بندیان وو او هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته پر لېږدېدو سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم وشوې.