د نورستان سرپرست والي ویلي، چې سږ کال ٢٥٠٠ هکتاره ځنګلونه د نورستان په بېلابېلو برخو کې بیا احیا شوي او همدا راز ۲۰۶ زره مېوه لرونکي او غير مېوه لرونکي نيالګي کېنول شوي دي. نوموړي ویلي، چې د ځنګلونو د وهنې د مخنيوي په موخه ٥٠ بابه لمريزې خونې او د خړوبولو په موخه ٦٨ د اوبو زېرمې جوړې شوې دي.