د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې د پکتیکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د صنعتي ښارګوټي لپاره ۱۰۰۰ جريبه ځمکه ځانګړې شوه. د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ښارګوټي په جوړولو سره به د سوداګرو او صنعت کارانو په کاروبار کې مثبت بدلون رامنځته شي. سوداګر صنعتي پارک ته د ځمکې ورکړه له سوداګرو او پانګه والو د ملاتړ په برخه کې اغېزناکه چاره ګڼي او د لازیاتو اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه لري. تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو د تثبیت لړۍ پیل شوې وه.