په کونړ ولایت کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې. د دغه مرکز چارو د پیل پر مهال د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي وویل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو روغتیایي ستونزې په اساسي توګه حل شي. سرپرست وزیر د کونړ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د ۲۵۰ بستریز مرکزي روغتون پاتې ۲۵ سلنه چارې به ډېر ژر بشپړې کړي. د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وویل، دغه مرکز به د ډاکټر عبدالرحمان زماني په مالي ملاتړ پر دوه جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې ۱۲ خونې به ولري.