د افغانستان بانک رییس د صرافانو ټولنې استازو سره د افغانۍ ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان بانک د خبر له مخې، دې کتنه کې د بانک رییس نور احمد اغا ویلي، د بیو او اسعارو د تبادلې نرخونو کې بدلونونه یوازې افغانستان کې نه بلکي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي. نور احمد اغا په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی، چې د افغانۍ وروستي نوسانونه تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې ځای نشته. نوموړي همداراز ویلي، مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو وړاندې کول، د اسعارو مبادلې او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي، چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري. د افغانستان بانک رییس دغه راز ډاډ ورکړی، چې د خپلو قانوني او ملي مسوولیتونو په چوکاټ کې هڅې کوي د هېواد اقتصادي ثبات، افغانۍ ارزښت ساتنې او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدمات ترسره کړي. هغه له صرافانو غوښتي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي. دغه غونډه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې دا مهال د افغانستان بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوې، خو هغه څه چې د افغانستان بانک یې د اندېښنې وړ نه بولي.