د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره سړک د چغل اچونې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي، چې د دغې ولسوالۍ له دوه لارې څخه تر بابر کاریزه پورې پر ۱۵ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې پيل شوې، چې کارونه به یې په یوه میاشت کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سرچینې د مالوماتو له مخې له دغه سړک څخه نه يوازې د پشترود ولسوالۍ اړوند د مساو، ملا امان کلا، شهر کهنه، کبابي، چهارده، جوکج او سنګولک کليو خلک ګټه پورته کړي؛ بلکې د خاکسفيد ولسوالۍ تر نيمايي د ډېرو کليو خلکو د تګ راتګ ډېری ستونزې حل شي.