په هرات کې د درمل جوړولو یوې کارخونې مسوولین وايي، چې دوی تراوسه په دې توانېدلې چې د افغانستان د اړتیا وړ ۱۳۰ ډوله درمل تولید کړي. د دې کار خونې مسوولین وایي، چې په دغو درملو کې ډول ډول جامد، مایع او تزریقي توکي شامل دي او د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کېږي. د مسوولینو په خبره دغه کارخونه چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې جوړه شوې، ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده. په ورته وخت کې د هرات د درمل پلورلو ټولنې مسوولین وایي، چې اوس په دغه ولایت کې د درملو د تولید ۱۵ کارخونې فعالیت کوي. د مسوولینو په خبره که د يادو کارخونو فعاليتونه پراخ شي، نو کېدای شي چې د هېواد ٣٠ سلنه د درملو اړتياوې پوره کړي.