د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د جنورۍ د ۲۷مې نېټې په سهار په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر د لمانځنې مېلمستيا تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب د بېلا بېلو قومونو خلکو، د هانکانګ او مکاو ځانګړې اداري سيمو او د تايوان وګړو او په بهر کې مېشتو چينايانو ته د نوي کال مبارکي وويله.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په تېر يو کال کې موږ له پیچلي او سخت وضعې سره سره د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو له لارې د چيني شکله عصري کولو په لور قوي ګامونه پورته کړي دي.