د اقليمي چارو متخصصان خبرداری ورکوي چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پایلې خطرناکې دي او هر فرد د دې بدلون د مخنیوي مسوولیت لري.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خپله ډېر کم کاربن خپروي خو د اقلیمي بدون له ډېر لوړ خطر سره مخ دی.
د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو اداره (اوچا) وايي چې افغانستان صفر اعشاریه ۱۹ سلنه ګلخانه يي ګازونه خپروي، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
د افغان رسنیو د معلوماتو له مخې، د تېر (۱۴۰۲)لمریز کال له پيله د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر مرغومې میاشتې پورې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۴زره ۲۹۷ کورنۍ بېځایه شوې دي.
موږ پوهېږو چې د هستۍ دا نظام یوازې د انسان د ژوند لپاره نه دی ځانګړی شوی، بلکې وینو چې دلته مختلف النوع مخلوقات، نباتات، ونې، بوټي … شتون لري، سربېره پردې غرونه، بحرونه … شتون لري او دا ټول د موټر د یوه ماشین په شان یو د بل د بودن لپاره اړین دي او هر ژوندی موجود په دې نظام کې ځای او حق لري او دا حق باید په پام کې ونیول شي.
هېڅوک حق نه لري چې د ځان د ګټو لپاره د نورو لپاره ستونزې جوړې کړي او افغانستان باید د اقلیمي بدلون له امله ور پېښې شوې ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي ځکه دا د افغانستان خپلې کړنې نه دي چې پر اقلیم يې اغېزه کړې.
د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی او د ځمکې تودوخه په ځينو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي، طبیعي یخچالونه وېلې کوي چې له امله يې تر ځمکې لاندې ګواښونه لکه زلزلې او اتشفشانونه هم زیاتېږي.
حل لار څه ده؟
دې ته په پام سره چې افغانستان له یوې خوا خپله یو صنعتي هېواد نه دی نو ځکه په اقلیمي بدلون کې ډېر لاس نه لري، مګر دا چې وروسته پاتې هېواد دی نو د اقلیمي بدلون ستره بیه پرې کوي.
دغه هېواد ته لازمه ده چې د شته ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه دوستو هېوادونو همکاري وغواړي او د هغوی له تجربو ګټه واخلي.
دا چې شنه فضا د اقلیمي بدلون او هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مهم رول لري نو لازمه ده چې افغانستان پر خپلو دښتو او غرونو کې نوي ځنګلونه او بوټي وکري.
خو دا هم د پام وړ ده چې په وچو دښتو او غرونو کې د ځنګلونو او بوټو کرل او ساتل هم آسانه کار نه دی ځکه له یوې خوا زیات لګښت او له بلې خوا نوې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري چې متاسفانه افغانستان په فعلي وخت کې له دې دواړو عاجز دی.
بل د پام وړ ټکی دا دی چې اوس افغانستان ته له مختلفو هېوادونو څخه د تیلو انرژۍ لرونکي موټر صادرېږي چې که دغه موټر د تېرو پرځای د برقي انرژۍ انتخاب شي نو له یوې خوا به د هوا د ککړېدو مخه ونیول شي او له بلې خوا به دتیلو اخیستلو ته اړتیا کمه شي .
افغانستان باید په دې برخه کې نه د شرق او نه هم د غرب تر اغېزې لاندې راشي، بلکې د خپلو ګټو په رڼا کې دې مناسبه لار خپله کړي.
که موږ وګورو نو د نړۍ ستر هېوادونه که له یوې خوا یو له بل سره د اقتصاد، تجارت او نورو برخو کې سیالۍ کوي، خو له بلې خوا د خپلو ګټو په رڼا کې په سیالو هېوادونو کې پانګونې هم کوي چې ښه بېلګه يې په چین کې د امریکا له ۷۰ زره ډېرو شرکتونو پانګونه ده.
د چیني رسنیو د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې له ۷۰ زره زیاتو شرکتونو په چین کې پانګونه کړې او د محصولاتو د پلور کلنۍ اندازه يې شاوخوا ۶۰۰ میلیارډ ډالر ده
د دې معنا دا ده چې امریکايي شرکتونو د چین بازار د ځان لپاره ګټور لیدلی او په همدې موخه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سیاسي دریځونو او اړیکو څرنګوالي ته له پام پرته هلته په زیاته اندازه پانګونې کړې دي.
دغه راز په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د برقي موټرو د تولید څو چیني شرکتونو بهر ته له ۱۰ میلیون عرادو ډېر دا ډول موټر صادر کړي دي.
افغانستان کولای شي چې خپل سوداګر وهڅوي چې د تیلو انرژۍ لرونکو موټرو پر ځای له چین څخه د برق انرژۍ موټر وارد کړي او هم حکومت او خصوصي سکتور له چین سره خبرې وکړي تر څو له هغوی څخه د غرونو او دښتو د کرولو په برخه کې مرسته وغواړي
په داسې حال کې چې که په هر هېواد کې له برقي موټرو استفاده وشي نو د هغو موټرو پر ځای چې تیل او ګاز مصرفوي او په نتیجه کې يې له یوې خوا هوا ککړېږي او له بلې خوا په زیاته اندازه پيسې مصرفېږي نو که پر ځای يې برقي موټر بازار ته راشي دا به هم اقتصادي ګټه ولري او هم به د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مؤثر واقع شي
افغانستان د چین له تجربو استفاده کولای شي خو دا ټکی د پام وړ دی چې د هرې سیمې اکو سیستم جوړښت یو له بل سره متفاوت دی.