د ټاپي پروژې رییس عبدالله یوف د هرات له سرپرست والي سره په لیدنه د یادې پروژې د چارو د چټکتیا خبر ورکړی دی. د عبدالله یوف په وینا؛ چې تر دې مهاله د ټاپي پروژې شپږ کیلو مټره پایپ لاین غځول شوی دی. د هرات سرپرست والي د ټاپي پروژې د مسوولینو هڅې ستایلي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو کې د سیمهییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.