د چين د (مار) دوديز نوي کال د رارسېدو په درشل کې، د پسرلني اختر په ویاړ د چين ميډيا ګروپ د ماښامنۍ هنري نندارې ټریلر د ۲۱ افريقايي هېوادونو په ۱۳۲۳ سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، دغه ښکلي ټریلر افريقايان او په افريقا کې مېشت چينايان حيران کړل.
د جنورۍ تر ۲۵مې نېټې پورې، یاد ټریلر په وار سره د ایتوپیا، تنزانیا، جنوبي افریقا او کینیا په شمول ۲۱ افريقايي هېوادونو کې خپور شو.